د سیمه ییزو ارګانونو ادارې له رئیس شمیم خان کټوازي سره د محمد شاکر کارګر لیدنه

۰۲ کب ۱۳۹۹

د جمهوري ریاست د لوړ مقام د دفتر عمومي رئیس محمد شاکر کارګر نن شنبه تر غرمې وروسته د سیمه ییزو ارګانونو له رئیس شمیم خان کټوازي سره ولیدل.

د دې لیدنې پرمهال پر ښې حکومتولۍ، کاري فرصتونو، له حکومت سره د ولس د اړیکو پر تامین او ټینګښت، ظرفیت لوړونې، په سیمه ییز کچه د حکومتي ادارو پر پیاوړتیا او د سیمه ییزو ارګانونو لخوا د ملي پروګرامونو په غوره ډول پرمخ وړلو او نورو اړوند مسایلو هر اړخیزې خبرې اترې وشوې.


شریکول