د ټاکنو خپلواک کمېسیون له رئیسې حوا علم نورستانۍ سره د محمد شاکر کارګر لیدنه

۰۲ کب ۱۳۹۹

د جمهوري ریاست د لوړ مقام د دفتر عمومي رئیس محمد شاکر کارګر نن شنبه تر غرمې وروسته د ټاکنو خپلواک کمېسیون له رئیسې حوا علم نورستانۍ سره ولیدل.

په دې لیدنه کې د یاد کمېسیون مرستیال سید عصمت الله مل، منشي او کمېشنر مسافر قوقندي، کمېشنر اورنګ زیب، کمېشنر محمد حنیف دانشیار، کمېشنر مولانا عبدالله او کمېشنرې رحیمې ظریفي هم ګډون درلود.

په پیل کې اغلې نورستانۍ د یاد کمېسیون د کړنو او شته ستونزو په تړاو د راپور وړاندې کولو ترڅنګ وویل، چې د رڼو ټاکنو د ترسراوي لپاره پر یو غوره مېکانیزم کار کوي.

ورپسې د جمهوري ریاست د لوړ مقام د دفتر عمومي رئیس محمد شاکر کارګر د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رئیسې او غړو له کړنو او هڅو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې ټاکنې په ډیموکراټیکو نظامونو کې په مدیریتي او حکومتي چوکاټ کې د وړ اشخاصو د ټاکلو یوه غوره لاره ده او باید د افغانستان په ټاکنیز بهیر کې د خلکو ګډون لا پراختیا پیدا کړي.

د ناستې په ترڅ کې د ټاکنو پر اړوند کړنلارو هر اړخیزې خبرې اترې وشوې.


شریکول