په کابل کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره د محمد شاکر کارګر لیدنه

۰۵ کب ۱۳۹۹

د جمهوري ریاست د لوړ مقام د دفتر عمومي رئیس محمد شاکر کارګر نن سه شنبه تر غرمې وړاندې په کابل کې د چاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په پیل کې د جمهوري ریاست د لوړ مقام د دفتر عمومي رئیس محمد شاکر کارګر له افغانستان سره د جاپان له همکاريو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې دواړه هېوادونه په خپلو کې پخوانۍ او غوره اړیکې لري او هیله یې وښوده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به په فرهنګي، سوداګریزو، سیاسي او مختلفو برخو کې اړیکې لا پراخې شي.
ورپسې په کابل کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا د خپل هېواد لخوا په مختلفو برخو کې د دوامداره همکاریو ډاډ ورکړ.


شریکول