په ولسي جرګه کې د فاریاب او لوګر ولایتونو له استازو اغلې  شفیقې سخا یولچي او شکیلا هاشمي سره د محمد شاکر کارګر لیدنه

۰۶ کب ۱۳۹۹

 د جمهوري ریاست د لوړ مقام د دفتر عمومي رئیس محمد شاکر کارګر نن چهارشنبه تر غرمې وړاندې په دوو جلا لیدنو کې په ولسي جرګه کې د فاریاب او لوګر ولایتونو له استازو اغلې شفیقې سخا یولچي او شکیلا هاشمي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

په دې لیدنه کې اغلې یولچي او اغلې هاشمي د یادو ولایتونو د خلکو د شته ستونزو ترڅنګ له مرکزي حکومته وغوښتل، چې دوی ته د امنیت په تامین، کاري فرصتونو، ښې حکومتولۍ، د بنسټیزو پروژو طرحې او سرته رسولو او له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي.

د جمهوري ریاست د لوړ مقام د دفتر عمومي رئيس محمد شاکر کارګر ژمنه وکړه، چې یاد مسایل به تر جلالتماب جمهور رئيس رسوي او هر اړخیزه رسېدنه به ورته وشي.


شریکول