د امیر علي شېر نوایي افکارو دبیا کتنې نړیوال سمینار د جوړولو په پار دویمه ناسته ترسره شوه

۱۰ کب ۱۳۹۹

د امیر علي شېر نوایي افکارو دبیا کتنې د نړیوال سمینار د جوړولو کمیسیون دوهمه ناسته نن تر غرمې ورسته په ارګ کې د جمهوري ریاست د لوړ مقام د دفتر عمومي رئيس محمد شاکر کارګر ،د یاد کمیسیون د غړو او کاري کمیټو په ګډون  ترسره شوه.

د ناستې په پیل کې د یاد کمیسیون د علمي کمیټې مسوول عزیز آرال ددغې کمیټې په چارو کې د پرمختګونو په باب لازم مالومات وړاندې کړل. ورپسې د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال عبدالمنان شیوا شرق د باچا خان د علمي سیمنار د جوړولو، د اوبو ریحان البیروني او د مولانا جلال الدین بلخي د پلار د مقبرو د مرمت ، د امام ترمذي(رح) او امام بخاري (رح) د علمي مقام  په تړاو د ګډو یادغونډو په باب د اطلاعاتو او کلتور وزارت پر چمتوالي رڼا واچوله.همداراز  په علمي، ټولنیزو او فرهنګي چارو کې د ولسمشر سلاکارانو هر یو لعل پاچا ازمون او اسد الله غضنفر د امیر علي شېر نوايي د افکارو د بیا کتنې د نړیوال سمینار او په غوره ډول ددغه سمینار د جوړیدو په باب خپل نظرونه شریک کړل. له هغې ورسته  د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال عبدالتواب بالاکرزي د امیر علي شېر نوایي د علمي سمینار له پاره د هېواد له پوهنتونونو څخه د علمي مقالو د راټولو په باب مالومات وړاندې کړل.

د جمهوري ریاست د لوړ مقام د دفتر عمومي رئیس محمد شاکر کارګر ددغو مالوماتو او راپورونو له اوریدو ورسته د کمیسیون د غړو فعالیتونه او هلې ځلې وستایلې او په دغه تړاو یې د جلالتماب جمهور رئیس د لارښونو پر ښه تر سره کیدو ټینګار وکړ.

په پام کې ده چې د امیر علي شېر نوايي د افکارو د بیا کتنې نړیوال سمینار د ۱۴۰۰ لمریز کال د وري په ۱۸ مه په هرات کې جوړ شي.


شریکول