د افغانستان ملت د اسلامي حرکت ګوند له مشر سید محمد هادي هادي سره د محمد شاکر کارګر لیدنه

۱۱ کب ۱۳۹۹

د جمهوري ریاست د لوړ مقام د دفتر عمومي رئیس محمد شاکر کارګر نن دوشنبه تر غرمې وروسته د افغانستان ملت د اسلامي حرکت ګوند له مشر سید محمد هادي هادي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

په پیل کې ښاغلي سید محمد هادي هادي د افغانستان ملت د اسلامي حرکت ګوند لخوا له مدني ارزښتونو او ډیموکراسۍ د ملاتړ ترڅنګ وویل، چې د بدلون او تحول یوازینۍ لار نظام دی. هغه زیاته کړه، چې افغان ولس د داسې سولې غوښتونکی دی، چې پکې د اساسي قانون ارزښتونه خوندي وي.

د جمهوري ریاست د لوړ مقام د دفتر عمومي رئيس محمد شاکر کارګر د ښاغلي هادي له کړنو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې اساسي قانون د ټولو خلکو پر برابرۍ او عدل ټینګار کړی او په ملي همغږۍ او یووالي کې د سیاسي ګوندونو رول مهم دی.


شریکول