جمهوررئیس غني: سوله یوازې زموږ  غوښتنه نه، بلکې مهم لومړیتوب دی

۱۰ وری ۱۴۰۰

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني په ګډون د اسیا زړه ـ استانبول پروسې نهم کنفرانس «د سولې او انکشاف لپاره د اجماع پیاوړتیا» تر سرلیک لاندې د تاجیکستان پلازمېنه دوشنبې ښار کې ترسره شو. 

په دې کنفرانس کې پر جمهوررئیس غني سربېره، د تاجیکستان جمهوررئیس امام علي رحمان او د ګډون کوونکو هیوادونو او بین المللي سازمانونو استازو هم حضور درلود.

لومړی جمهوررئیس امام علي رحمان جمهوررئیس غني او نورو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، موږ تل د افغانستان د سولې او ثبات پلویان یوو. په سیمه کې د سولې او ثبات ټینګښت د افغانستان له سولې او ثبات سره تړلی دی.

د تاجیکستان جمهوررئیس وویل، افغانان چې له کومې تحمیلي جګړې چې عامل یې بېرونۍ مداخلې دي هره ورځ ځورېږي، په اړه یې موږ اندېښمن یوو او د سیمې هیوادونه باید په تحمیل شویو ستونزو کې افغانستان یوازې پرېنږدې.

هغه دېته په اشارې چې ګډ دودیز سرحدونه د سیمې هیوادونه سره نښلوي وویل، موږ هوډ لرو چې له افغانستان سره په مختلفو برخو کې د خپلو همکاریو کیفیت پیاوړی کړو.

جمهوررئیس رحمان په افغانستان کې د سوداګرۍ او ترانزیټ له ودې سره خپله همکاري وښوده وې ویل، تاجیکستان تیار دی چې په مختلفو برخو کې افغان متخصصین وروزي.

جمهوررئیس غني پخپله وینا کې  د یاد کنفرانس د کوربه توب له امله له جمهوررئیس امام علي رحمان، وزیرانو او د ګډون کوونکو پلاویو رئیسانو څخه د مننې ترڅنګ وویل، د افغانستان او تاجیکستان مناسبات د ګډو ګټو او متقابل احترام او باور پر اساس رامنځته شوي او له ملاتړ، مېلمه پالنې او د افتخاري دوکتورا له ورکړې یې مننه وکړه.

جمهوررئیس زیاته کړه، د متقابلو همکاریو د بېلګې په توګه د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ سرحدونه باید د همکاریو په پرانیستو پولو بدل شي او زموږ طرحې باید د دواړو هیوادونو او د سیمې خلکو د هوساینې او ارامۍ لامل شي.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، افغانستان د اسیا څلور لارې او د دې قارې د مخامخېدو ځای په توګه خپل رول لوبوي. هغه همداراز د ترورېزم، نشه یي توکو او د ژوند چاپېریال د تغییراتو ستونزو یادونه وکړه وې ویل، موږ باید ګډه هڅه وکړو چې د سیمې هیوادونو د خلکو مناسبات تر پخوا لا زیات پیاوړي شي. 

جمهوررئیس وویل، د افغانستان دولت تیار دی چې د سیمه ییزو پروژو په ترسره کېدو او عملي کېدو کې همکاري وکړي او د خدای په مرسته پر ترورېزم بریالي کېږو او باعزته او پایداره سولې او ثبات ته به ورسېږو.

جمهوررئیس غني د افغانستان سولې ته د جهت ورکولو لپاره د سیمې هیوادونو، شریکانو او بین المللي سازمانونو د هڅو مننه وکړه وې ویل، په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت د ټولو لپاره د اکسیجن هومره مهم دی.

جمهوررئیس غني دېته په اشارې چې سوله نه یوازې یوه غوښتنه، بلکې زموږ د خلکو مهمه اړتیا ده او زموږ د حکومت له پیله لومړیتوب لري وویل، زموږ خلکو له تېرو ۴۲ کلونو راهیسې خپل د سولې حق نه دی ترلاسه کړی.

هغه زیاته کړه، زه نشم کولی  د خپلو خلکو او د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو درد او ځور چې هره ورځ د وطن لپاره قرباني ورکوي، په کلمو کې بیان کړم. د جګړې او تاوتریخوالي دوام زموږ د ګټو پر ضد دی او باید پایته ورسېږي.

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، افغانان خپل راتلونکي ته هیلې لري، موږ خپلې هیلې له لاسه نه ورکوو او دا چې د افغانستان حکومت او بین المللي شریکان د سولې په برخه کې ګډ لیدلوری لري، په افغانستان کې سوله او ثبات تامینېږي.


شریکول