د محمد شاکر کارګر په مشرۍ یوه لوړپوړي پلاوي هرات ته سفر وکړ

۱۷ وری ۱۴۰۰

د جمهوري ریاست د لوړ مقام د دفتر عمومي رئيس محمد شاکر کارګر په مشرۍ نن سه شنبه سهار هرات ته حکومتي لوړپوړي پلاوي، ولسي او مشرانو جرګې غړو، لیکوالو، علمي او فرهنګي شخصیتونو سفر وکړ.

ښاغلی کارګر د هرات هوایي ډګر ته په رسېدو د یاد ولایت د رهبري، مشرانو، ځوانانو او فرهنګپالو له تود هرکلی سره مخ شو.

ټاکل شوې چې ښاغلی کارګر به د امیر علي شېر نوایي د زوکړې د ۵۸۰یمې کلیزې په نمانځنه کې د ګډون او د یاد ولایت له تاریخي او پخواني ځایونو د لیدنې ترڅنګ له مشرانو، متنفذینو، خصوصي سکتور، علماوو، ځوانانو، مدني فعالانو، ښځو او ولایتي شورا له غړو سره هم لیده کاته وکړي.


شریکول