جمهوررئیس د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لومړۍ کرښې د شهیدانو ورثې سره ټلیفوني خبرې وکړې

۱۱ غویی ۱۴۰۰

جمهوررئیس محمد اشرف غني د وسله وال پوځ د لومړۍ کرښې منسوبینو سره د ټلیفوني خبرو په دوام نن سهار د لوګر والي او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د یو شمېر شهیدانو د کورنیو غړو سره خبرې او غمشریکي وکړه.

جمهوررئیس غني د لوګر والي سره د ټلیفوني مکالمې پرمهال په یاد ولایت کې پرونی تروریستي برید چې یو شمېر زده کوونکي، ښځې، ماشومان او عام هیوادوال په کې شهیدان او ټپیان شول، یو ځل بیا سخت وغانده او د غمشریکۍ ترڅنګ یې د شهیدانوکورنیوته د عاجلې رسیدګي لپاره د لوګر والي ته لازمې لارښوونې وکړې.

همداراز جمهوررئیس د پکتیکا د ګومل ولسوالۍ د شپږم کنډک د بلوک قوماندان بریدمن وحیدالله سره د ډګروال فریدون او له زلمي دوراندېش سره د هغه د وروڼو شهید محمد ابراهیم دوراندېش او شهید راز محمد دوراندېش په شهادت د غمشریکي پرمهال وویل، د شهیدانو ترفیعات به اجرا شي او کورنیو ته یې پاملرنه د حکومت لومړیتوب دی.

د امنیتي او دفاعي ځواکونو د یادو شهیدانو د کورنیو غړو د جمهوررئیس غني له غمشریکۍ څخه په مننې وویل، د هیواد او نظام د دفاع په برخه کې د خپلوکورنیو د غړو پر شهادت ویاړي.

ورپسې جمهوررئیس د هرات د ملي امنیت رئیس سره د ټلیفوني مکالمې پرمهال په یاد ولایت کې د انسان تښتونکو پر ضد د ملي امنیت د منسوبینو د عملیاتو ستاینه اونوموړي ته لارښوونه وکړه چې د حکومت د راتلونکو اقداماتو لپاره د هرات د امنیت واضح راپور ترتیب کړي.


شریکول