د اداري فساد درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د ښه والي او اصلاحي طرحې غونډه

۰۸ غبرګولی ۱۴۰۰

جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د اداري فساد درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د فعالیتونو د اصلاح او ښه والي مشورتي طرحه د بحث پر مهال وارزوله.

په دغه غونډه کې چې په ارګ کې وشوه د سترې محکمې، د عدلي او قضایي مرکز او کورنیو چارو وزارت د درنو جرمونو ریاست مسوولینو د یادې مشورتي طرحې، د عدلي او قضايي مرکز د اصلاح او درنو جرمونو ریاست د فعالیتونو په اړه د خپلو معلوماتو راپور له جمهوررئیس سره شریک کړ.

وروسته یاد وړاندیزونه او ننګونې وارزول شوې او پرېکړه وشوه چې اړوند ارګانونه دې د خپلو فعالیتونو او چارو تفصیلي راپور په درې اونیو کې د حکومت رهبري ته وړاندې کړي. 

غونډې یادو مراجعو ته لارښوونه وکړه چې د عدلي او قضايي بنسټونو د پیاوړتیا په موخه د پایلو او حکومت رهبري د لومړیتوب په تناسب چې په پراخه په ځانګړي ډول په لوړه سطحه له فساد سره جدي مبازره ده، خپل وړاندیزونه وکړي.

په غونډه کې ټینګار وشو چې د عدلي او قضایي مرکز فعالیتونو ته لومړیتوب ورکړل شي او د پولیسو او لوی څارنوالۍ په جوړښت کې دې بنیادي ستونزه اصلاح شي. همداراز دې د قوانینو تطبیق چټک او د قضایاو د ثبت او تعقیب په برخه کې منظم سیستم رامنځته شي.

جمهوررئیس غني لارښوونه وکړه چې د عدلي او قضایي سیستم د پیاوړتیا او د قضائیه قوې او لوی څارنوالۍ ترمنځ د ګډ لیدلوري د ایجاد لپاره باید تحصیلي نصاب اصلاح او د قوانینو د احکامو په رڼا کې دې د شرعیاتو او حقوقو محصلینو ترمنځ ګډ لید رامنځته شي.


شریکول