محمد شاکر کارګر د شهید بسم الله عادل له کورنۍ سره د خواخوږۍ تر څنګ مرسته وکړه

۱۰ غبرګولی ۱۴۰۰

د جمهوري ریاست د لوړ مقام د دفتر عمومي رئيس محمد شاکر کارګر نن دوشنبه تر غرمې وړاندې د شهید بسم الله عادل له پلار ګل محمد عادل سره په خپل کاري دفتر کې د لیدنې ترڅنګ نغدي مرسته وکړه.

تر دې وړاندې د شهید بسم الله عادل پلار د عدالت غوښتنې په موخه کابل ته راغلی و، چې له ښاغلي کارګر سره یې په لیدنه کې یادې پېښې ته د رسېدنې ترڅنګ د نغدي مرستې غوښتنه کړې وه. د جمهوري ریاست د لوړ مقام د دفتر عمومي ریاست د  ۱۹/۲/۱۴۰۰ نېټې او ۵۳۸ ګڼې د وړاندیز او د ۲۱/۲/۱۴۰۰ نېټې د ۵۶۳ ګڼې د حکم پر اساس د شهید بسم الله عادل له کورنۍ سره خواخوږي او نغدي مرسته وشوه.


شریکول