د علمي او روحاني شخصیتونو امام بخاري او امام ترمذي (رح) د نړیوال سمینار ترسراوي کمېسیون ناسته وکړه

۱۲ غبرګولی ۱۴۰۰

د جمهوري ریاست د لوړ مقام د دفتر عمومي رئیس محمد شاکر کارګر تر مشرۍ لاندې د علمي شخصیتونو امام بخاري او امام ترمذي (رح) د نړیوال سمینار ترسراوي کمېسیون ناسته وکړه، په دې ناسته کې د علوم اکاډمۍ رئيس دوکتور عبدالظاهر شکېب، مرستیال برهان الله نیازي او د لوړ مقام د دفتر عمومي ریاست سلاکارانو سید حمیدالله سادات او جمال ناصر اصولي ګډون درلود.
دوکتور عبدالظاهر شکېب د سمینار د ترسراوي د اهمیت تر څنګ په اړوند برخو کې د چارو په پرمختګ خبرې او راپور وړاندې کړ.
محمد شاکر کارګر د یادې کمېټې له کړنو د ستاینې ترڅنګ لارښوونه وکړه، چې د یاد سمینار د ترسراوي لپاره باید علمي، فرهنګي، تشریفاتي او تدارکاتي کمېټې د پلان مطابق له اړوند بنسټونو سره په همغږۍ خپلې چارې پرمخ یوسي


شریکول