د جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان په مشرۍ د اعلی سرقوماندانۍ غونډه ترسره شوه

۱۵ غبرګولی ۱۴۰۰

د جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان محمد اشرف غني په مشرۍ د اعلی سرقوماندانۍ غونډې نن له غرمې مخکې د هیواد په عمومي امنیتي وضعیت بحث او ارزونه وکړه.

په دې غونډه کې چې د جمهوري ریاست مرستیالانو او د اړوندو بنسټونو ارشد مسوولینو هم حضور درلود، لومړی امنیتي او دفاعي مسوولینو د هیواد د عمومي امنیتي وضعیت په اړه خپل راپور او د امنیتي مسایلو په اړه د حکومت تدابیر غونډې ته وړاندې کړل.

جمهوررئیس غني او د وسله والو ځواکونو اعلی سرقوماندان د هغوی د راپور او معلوماتو تر اورېدو وروسته لازمې لارښوونې وکړې.


شریکول