محمد شاکر کارګر: د ابوریحان البیروني (رح) د مقبرې مرمت او بیارغونه دې وشي

۱۵ غبرګولی ۱۴۰۰

د جمهوري ریاست د لوړ مقام د دفتر عمومي رئيس محمد شاکر کارګر د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د تاریخي آبداتو د ترمیم له رئيس انجنیر فرهاد بیات سره په لیدنه کې وویل، چې د جمهوري ریاست د لوړ مقام د حکم په اساس دې د ابوریحان البیروني (رح) مقبرې مرمت او بیارغونه وشي.

تر دې وړاندې د جمهوري ریاست د لوړ مقام د دفتر عمومي ریاست د لوړ مقام د حکم د پلي کېدا په موخه د ابوریحان البیروني د مقبرې د مرمت او بیارغونې لپاره کمېټه رامنځته کړه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ او د ښار جوړولو او ځمکو وزارتونو ته دنده وسپارل شوې وه، چې د یادې مقبرې د مرمت طرحه او ډیزاین ترتیب کړي، چې وروسته د ښار جوړولو او ځمکو وزارت لخوا دا وړاندیز شوې طرحه لوړ مقام ته وړاندې او تایید شوه.

ډېر ژر به د ابوریحان البیروني د مقبرې د مرمت او بیارغونې چارې پیل شي.


شریکول