په فاریاب ولایت کې د وروستیو ناامنیو په تړاو په ولسي جرګه کې د یاد ولایت له استازو سره د محمد شاکر کارګر لیدنه

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰

د جمهوري ریاست د لوړ مقام د دفتر عمومي رئيس محمد شاکر کارګر نن یکشنبه تر غرمې وروسته په ولسي جرګه کې د فاریاب ولایت استازو حاجي رسول فاریابي، شفیقه سخا یولچي، سید بابر جمال، رنګینه کارګر، فوزیه رووفي او سنجر ګارګر سره په خپل استوګنځي کې ولیدل.

په دې مشورتي ناسته کې د فاریاب او نږدې ولایتونو په امنیتي ستونزو سربېره له امنیتي او دفاعي ځواکونو پر ملاتړ، د بې ځایه شویو ستونزو ته پر رسېدنې او نورو اړوند مسایلو هر اړخیزې خبرې اترې وشوې.


شریکول