په کابل کې د فرانسې سفیر ډیویډ مارټین سره د محمد شاکر کارګر لیدنه

۰۱ چنګاښ ۱۴۰۰

د جمهوري ریاست د لوړ مقام د دفتر عمومي رئيس محمد شاکر کارګر نن سه شنبه تر غرمې وړاندې په کابل کې د فرانسې له سفیر ډیویډ مارټین سره ولیدل.

په پیل کې ښاغلي کارګر له افغانستان سره د فرانسې دولت د همېشني ملاتړ په تېره په فرهنګي برخه کې له مرستې د مننې ترڅنګ د سیاسي، اقتصادي، فرهنګي اړیکو د لا پیاوړتیا او افغان زده کړیالانو ته د بورسیو برابرو غوښتنه وکړه.

ورپسې ډیویډ مارټین په کابل کې د فرانسې سفارت لخوا د دوامداره ډیپلوماټیکو فعالیتونو ترڅنګ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو پر ساتلو ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې د فرانسې دولت به له افغانستان سره په مختلفو برخو کې دوامداره مرستې وکړي.


شریکول