د هېواد په شمال کې د ورستیو نا امنیو په تړاو د ملي امنیت د عمومي ریاست له رئیس احمد ضیا سراج سره د محمد شاکر کارګر لیدنه

۰۲ چنګاښ ۱۴۰۰

د جمهوري ریاست د لوړ مقام د دفتر عمومي رئیس محمد شاکر کارګر نن تر غرمې ورسته د ملی امنیت د عمومي ریاست له رئیس احمد ضیا سراج سره په خپل استوګنځي کې ولیدل.
ښاغلي کارګر د افغانستان د امنیتي ،دفاعي او کشفي ځواکونو له سرښیندونو او قربانیو د ستاینې تر څنګ د هېواد په شمال کې د ورستیو ناامنیو په تړاو خپله اندیښنه شریکه کړه او هیله یې وښوده،چې ډېر ژر دغه ولایتونو د طالب ترهګرو او نورو افراطي ډلو له شتون پاک شي.
د ملی امنیت د عمومي ریاست رئیس احمد ضیا سراج د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل د طالب ترهګرو په وړاندې له افغان امنیتی، دفاعي او کشفي ځواکونو د خلکو ملاتړ له ترهګرۍ سره د مبارزې یو نوی باور را منځته کړی او د دوی د بزدالانه بریدونو په وړاندې یې د افغان امنیتي، دفاعي او کشفي ځواکونو بریا یقینې کړې ده.


شریکول