د وسله وال پوځ اعلی سرقومندانۍ غونډې د هیواد عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه

۰۶ چنګاښ ۱۴۰۰

د جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان محمداشرف غني په مشرۍ د اعلی سرقومندانۍ غونډه نن مازدیګر په ارګ کې جوړه شوه.

په دغه غونډه کې د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو د هیواد د امنیتي وضعیت په برخه کې د وروستیو انکشافاتو په هکله خپل راپور او د دښمن د تحرکاتو د دفعې او مخنیوي په اړه خپل پلانونه او برنامې وړاندې کړې.

جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د دښمن د ګواښونو د دفعې په موخه په بېلابېلو مدیریتي او تاکتیکي سطحو کې لازم اقدامات ترسره کړي.


شریکول