د نوي پيل تر سرلیک لاندې د افغانستان د اقتصاد کنفرانس جوړېدل

۳۰ مرغومی ۱۴۰۰

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء محترم ملا محمد حسن اخند د افغانستان د اقتصاد کنفرانس چې د «نوي پیل» په نوم په چهار چنار ماڼۍ کې جوړ شوی و، په خپله وینا رسما پرانیست.

په دغه کنفرانس کې چې د ریاست الوزراء مرستیالانو محترم ملاعبدالغني برادر او محترم مولوي عبدالسلام حنفي ، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې، په کابل کې مېشتو سفیرانو او کورډپیلوماټیک غړو، د خصوصي سکتور استازو او اقتصادي متخصصینو هم حضور درلود، د مالیې وزارت د پالیسۍ معین نذیر کبیري د یاد کنفرانس په اړه معلومات ورکړل.

نوموړي زیاته کړه، په دغه کنفرانس کې د هیواد اقتصادي موضوعات په څلورو محوري بحثونو کې له داخلي او بهرنیو متخصصینو او کادرونو، د چارو مسوولینو او د خصوصي سکتور له استازو سره څېړل کېږي او د ترلاسه شویو تجربو او بحثونو په رڼا کې به له روان اقتصادي وضعیت څخه د وتلو مناسبې حل لارې وړاندې شي.

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء محترم ملا محمد حسن اخند د کنفرانس ګډونوالو ته د ښه راغلاست پر مهال په تېرو شلو کلونو کې د فساد، ناامنۍ، بې عدالتۍ، اختطاف، وحشت او دهشت یادونه وکړه وې ویل، ټوله نړۍ په دې هڅه کې وه چې یادو ستونزو ته حللاره پیدا کړي، خو الحمدلله د اسلامي امارت په قربانیو سره امنیت تامین، د خلکو ځان، مال او ناموس خوندي او فساد، خیانت او اختطاف له منځه ولاړ.

محترم ملا محمدحسن اخند زیاته کړه: فکر مو کاوه چې بین المللي ټولنه به موږ تقدیر او زموږ پر ټپونو به ملهم کېږدي، ولې برعکس مالګې یې پرې ودوړولې او زموږ د ملت شتمني یې کنګل او د همکارۍ پر ځای یې مرستې بندې کړې.

رئیس الوزراء په ټینګار وویل، د کنفرانس له غړو غواړو چې د حل مشترکه لار ومومو، ترڅو د ولس درد او رنځ راکم کړو. لنډمهالې مرستې اغېزناکې نه دي باید د افغانستان لپاره اوږدمهال اقتصادي پروګرامونه په پام کې ونیول شي.

ملا محمد حسن اخند څرګنده کړه، اوس په افغانستان کې د پانګونې لپاره مناسب فرصت رامنځته شوی، خو بدبختانه د اسلامي امارت رسمیت پېژندنه پلمه ګرځي، نړۍ باید دا ستونزه درک کړي چې اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې لپاره ټول شرایط بشپړ کړي دي.

د اسلامي امارت رئیس الوزراء د نړۍ له ټولو په ځانګړي ډول اسلامي هیوادونو وغوښتل چې د افغانستان اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې په برخه کې جرئتمندانه ګام واخلي، ترڅو د افغانستان د اقتصاد پر وړاندې شته خنډونه لېري شي. 

وروسته د اسلامي امارت د ریاست الوزراء مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په خپلو خبرو کې وویل، افغانستان د معاصر تاریخ په یوه مهم پړاو کې قرار لري، د افغان ولس اقتصادي ستونزو ته رسیدګي او د هیواد د اقتصاد غوره مدیریت د اسلامي امارت کاري لومړیتوبونه دي.

نوموړي په تېر کې د هیواد اقتصادي مدیریت ته په اشارې وویل، په تېرو دوو لسېزو کې د افغانستان اقتصاد د یو شمېر بهرنیو نامتناسبو مرستو پر تزریق ولاړ وو.

مولوي حنفي څرګنده کړه، مخکېني ۷۵ سلنه عامه لګښتونه د ناپایداره او وړاندوینې وړ بهرنیو سرچینو له لارې تمویلېدل او بهرنۍ انکشافي مرستو یو لړ شرایط لرل، دغه شرایط غالبا سیاسي وو او زیاته وابستګي یې ایجاد کړې وه چې په ماهیت او کلیت کې د مرستو نظام موثر نه وو، اقتصادي لګښتونه یې زیات او فساد ته یې زمینه برابره کړه.

نوموړي دېته په اشارې چې زیات شمېر مرستې د وابسته قراردادیانو له لارې له افغانستان بېرته خارج شوې وویل، مخکېنۍ ادارې او ډونرانو فساد زغملو او د زوال په حال کې یې له ارګانونو او سیستمونو ملاتړ کاوه، همدا لامل وو چې له مرستو او اقتصادي فعالیتونو څخه یوې کوچنې حاکمې ډلې او سیاسیونو ګټه پورته کوله په داسې حال کې چې د افغانستان اکثریت بېچاره او بې وزله وګړي د ملیاردونو ډالرو په راتګ سره نور هم بې وزله او بېچاره شول.

د ریاست الوزراء مرستیال دېته په اشارې چې د افغانستان اقتصادي لیدلوری وړاندې کوم وویل، د دغه اقتصادي لیدلوري پر بنسټ موږ د نړیوالې ټولنې د بشردوستانه مرستو هرکلی او ژمنه کوو چې د بشردوستانه مرستو رسولو پروسه زموږ له بشپړ ملاتړ برخمنه ده. موږ غواړو د مرستو د وېش بهیر عادلانه، له تبعیض پاک، موثر او شفاف اوسي.

مولوي حنفي څرګنده کړه، افغانستان انکشافي مرستو ته اړتیا لري، خو د ډونرانو سیاسي او غېرواقعي شرایط د منلو نه دي. موږ هیڅکله هم په هغه پیمانه اقتصادي وابستګي چې د بحران لامل شي، نه غواړو. هیڅکله هم نه غواړو چې  د ډونر د سیاسي شرطونو په ګرو کې د خپل هیواد اقتصادي خپلواکي قرباني کړو او نه غواړو د مرستو پورې تړلی اقتصاد چې د وابستګۍ د دوام لامل ګرځي، ایجاد کړو.

مولوي حنفي د خپلو خبرو په پای کې وویل، زموږ لوړې موخې د افغانستان د اقتصاد واقعي خودکفايي ده او هغې ته د رسېدو لپاره به اسلامي امارت  د تولیدونکي، رقابتي او له فساد پاک خصوصي سکتور پر ایجادتمرکز وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې اغلې دیبورا لاینس وویل، په پیل کې غواړم د دغه مهم کنفرانس د جوړولو په خاطر ستاسې د نوښت مننه وکړم.  اقتصادي بحران یواځینۍ ننګونه نه ده چې افغانستان ورسره مخ دی، بلکې له موږ ټولو څخه جدي او عاجلې هڅې  غواړي.

نوموړې زیاته کړه، اسلامي امارت مهم ګامونه پورته کړي او د لومړي ځل لپاره ملي بودجه له ملي عوایدو څخه تمویلېږي چې ډونرانو پورې تړاوو نه لري.

مېرمن لاینس د افغانستان اقتصادي ننګونو ته په اشارې وویل، موږ په ملګرو ملتونو کې له عمده مرسته کوونکو هیوادونو سره هڅه کوو چې د مرستو د نشتوالي له امله رامنځته شویو ننګونو او تحریماتو ته رسیدګي وکړو.

وروسته د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محترم مولوي امیرخان متقي په خپله ثبتي وینا کې وویل، زموږ په نوي بهرني سیاست کې اقتصاد جلا او مهم ځای لري او پر یوه بې طرفه، متوازن او اقتصاد محوره بهرني سیاست باور لرو.

هغه زیاته کړه، موږ باوري یوو چې اقتصاد محوره بهرنی سیاست کولی شي په سیاسي اړیکو کې منازعې څنګ ته کړي او د حکومتونو ترمنځ د ګډو ګټو پر بنسټ  نږدیوالی راولي. 

محترم مولوي متقي څرګنده کړه، له اقتصاد محوره بهرني سیاست څخه مو موخه دا ده چې له نړۍ سره د مشترکو اقتصادي ګټو پر بنسټ اړیکي ولرو او هم وتوانېږو چې  افغانستان د سیمه ییز اقتصادي اتصال پر مرکز بدل او د امنیت په تامین سره کولای شو د سیمي په اقتصادي اتصال کې محوري رول ولوبو.

د مالیې وزارت سرپرست محترم ملا هدایت الله بدري په خپلو خبرو کې وویل، مالیې وزارت هڅه کوي د اصلاحاتو په راوستو او د کورنیو عوایدو په راټولولو سره هیواد ته مالي او اقتصادي خپلواکي ورپه برخه کړي.

نوموړي زیاته کړه، موږ د اغېزناک مالي سیستم د جوړولو په حال کې یوو، د مالیاتو او تعرفو لپاره به عادلانه او شفاف رژیم رامنځته کړو او هڅه کوو چې پر خلکو مالیه ټیټه وساتو.

وروسته د کنفرانس ګډونوالو د بشردوستانه او نیمه پراختیایي مرستو، خصوصي سکتور، ټرانزیټ او سیمه ییزو اقتصادي همکاریو، د بانکوالۍ، کرنې او کانونو سکتورونو د څلورو مهمو محوري موضوعاتو په اړه مفصل او هراړخیز بحثونه وکړل او له اقتصادي ننګونو څخه د افغانستان د راوتلو او د پرمختګ، ځان بسیاینې او هوساینې پر لور لیدلوري او نظریات شریک کړل.

د دې کنفرانس اختتامیه مراسمو کې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مرستیال محترم ملاعبدالغني برادر د وینا پرمهال له بین المللي همکارانو څخه د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي لیدلوري د هرکلي په خاطر مننه وکړه او وې ویل، له ملګرو ملتونو او ټولو بین المللي سازمانونو څخه د بشري مرستو په تداوم او د کلیو پراختیا ته په پاملرنې او خلکو ته د معیشت برابرولو باندې د ټینګار له امله، مننه کوم.

نوموړي دېته په اشارې چې بین المللي ټولنې د افغانستان اقتصادي ستونزه درک کړې وویل، بین المللي ټولنه باید د افغانستان پر وړاندې خپل مسوولیتونه ادا کړي. هغه زیاته کړه، خصوصي سکتور د اقتصاد د ملا د تېر حیثیت لري او د دې سکتور په پښو ودرېدل به تر ډېره حده د افغانستان ستونزې حل کړي.

د ریاست الوزرا مرستیال د کرنې، کانونو، ټرانزیټ او اقتصادي همکاریو په پراختیا ټینګار وکړ وې ویل، اسلامي امارت ژمن دی چې د پانګوالو په ځانګړي ډول کوچنیو او منځنیو پانګونو لپاره زمینه برابره کړي.

محترم ملا عبدالغني برادر څرګنده کړه، اسلامي امارت د ټاپي، ټاپ، کاسا زر او اورګاډي پټلۍ مهمو پروژو تطبیق ته ژمن او په دې برخه کې هر ډول همکاریو ته چمتو دی.

نوموړي د بانکوالۍ سکتور ارزښت ته په اشارې وویل، موږ غواړو چې بین المللي ټولنه د افغانستان بانکونو ته نغدې پیسې برابرې کړي، ترڅو بانکي ستونزې حل شي.

د ریاست الوزرا محترم مرستیال د خپلې وینا په پای کې له دې امله د کنفرانس د ګډونوالو او خصوصي سکتور هرکلی وکړ چې په یو غږ د افغانستان د پانګې د ازادولو غوښتونکي شول او وې ویل، د افغانستان د پانګې ازادول زیات د خصوصي سکتور، بانکوالۍ سکتور او د افغانانو په ګټه دی.


شریکول