د دلوې ۲۶مه، له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ماتې او وتلو د دوه دېرشمې کلیزې په پار د افغانستان اسلامي جمهوريت جمهوررئيس حکم

۲۳ سلواغه ۱۳۹۸

څه د پاسه درې لسیزې وړاندې د افغانستان خلک په پوره زړورتیا او سرښندنې سره وتوانېدل، چې د وخت د لوی یرغلګر پر وړاندې ودرېږي او د ستر رب په حکم یې د سپېڅلي جهاد په ترسره کولو سره له خپلې اسلامي خاورې دفاع وکړه. د سلګونه زرو شهیدانو او معلولینو تر سرښندنې وروسته د افغانانو رښتنی جهاد د دې لامل شو، چې یرغلګر مات او په له دې پاکې خاورې شرمنده ووځي. اوس دا زموږ پورې تړاو لري، چې د تېر په څېر دا لویه حماسه په ډېر ویاړ او عظمت سره ولمانځو.
د دې ورځې د ویاړ او لمانځنې په پار د جمهوري ریاست د لوړ مقام د نظامي چارو ستر سلاکار ستر جنرال تاج محمد جاهد تر ریاست لاندې له بېلابېلو بنسټونو کمېسیون جوړ او منظوروم.
دا کمېسیون مکلف دی، چې:
د دې ورځې په ویاړ په لویه جرګه کې مراسم ترسره کړي.
د دلوې د ۲۶مې ،د جهاد ویاړونه او ارزښتونه د رسنیو له لارې پوښښ او د هېواد په مختلفو برخو کې دې اړوند پیغامونه نصب شي.
په دغو مراسمو کې دې د مجاهدینو ترڅنګ، د شهیدانو او معلولینو اولادونو ته هم بلنه ورکړل شي.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او د ولایتونو والیانو ته لارښوونه کېږي، چې د مجاهدینو او شهیدانو او ملعولینو له اولادنو سره په همغږۍ دا مراسم ترسره کړي.
د کمېسیون غړي:
د ملي امنیت شورا د سلاکار سیاسي او ولسي مرستیال
د ملي دفاع وزارت مرستیال
د داخلې وزارت مرستیال
د ملي امنیت عمومي ریاست مرستیال
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت
د چارو ادارې عمومي ریاست مرستیال
د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړ ادارې مرستیال
د کابل ښاروالي مرستیال
په ولسي چارو کې د جمهوري ریاست ستر سلاکار
په فرهنګي چارو کې د جمهوري ریاست ستر سلاکار
یاد کمېسیون دنده لري، چې د اړوند کارونو تر ترسراوي وروسته د جمهوري ریاست لوړ مقام ته خپل راپور وړاندې کړي.


شریکول