جمهوررئیس غني د نیالګي کېنولو په تړاو ۹ماده‌ییز حکم صادر کړ.

۰۸ کب ۱۳۹۸

د افغانستان اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمد اشرف غني د اساسي قانون د پنځلسمې مادې په رعایتونو، د شنې سیمې پراختیا، د نویو نیالګیو کېنولو او ځنګل کاري په پار، د چاپېریال ساتنې د بهبود او د هوا پاکوالي په برخه کې د ونو او ځنګلونو اهمیت ته په کتو، په تېره د نیالګي کېنولو په تړاو ۹ماده‌ییز حکم صادر کړ.
د دغه فرمان د لومړۍ مادې پر بنسټ، د حوت شلمه د نیالګي کېنولو ملي ورځ ونومول شوه.
د دغه حکم د لومړي بند، د دویمې مادې پر بنسټ، په مرکز او ولایتونو کې د وزارتونو او دولتي ادارو مسوولین ملکف دي، چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او اړوند ښاروالي سره په همغږۍ، د حوت ۲۹مه په نیالګي کېنولو سره رسماًپیل کړي.
د دویم بند د همدې مادې پر بنسټ، د وزارتونو او دولتي ادارو مسوولین مکلف دي، چې له چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره په همغږۍ، په ولایتونو کې اقلیمي شرایطو ته په کتو، د حوت او حمل میاشتو کې د نیالګي کېنولو پروګرامونه جوړ او ترتیب کړي.
د جمهوررئیس د حکم د لومړي بند، د درېیمې مادې پر بنسټ، په مرکز او ولایتونو کې وزارتونه، دولتي ادارې، دولتي تعلیمي او تحصیلي ملکي او نظامي موسسې، مکلفې دي، چې کارکوونکو، ثانوي دروې زده‌کوونکو او اړوند محصلینو ته د نیالګیو ورکولو نوملړ برابر او د کرنې او مالدارۍ وزارت ته دې رسماً ولېږي.
د یاد حکم د دویم بند، د درېیمې مادې پر بنسټ، د کرنې او مالدارۍ وزارت مکلف دی، چې د نیالګي کېنولو په موسم کې د دولتي کارکونکو، ثانوي دروې زده‌کونکو، د لوړو او نیمه لوړو زده‌کړو موسسو محصلینو ته د نیالګیو کېنولو زمینه برابره کړي. همدا راز د کرنې او مالدارۍ وزارت مکلف دی، چې د دغه بند درېیمې مادې پر اساس په مرکز او ولایتونو کې د نیالګي وېشلو بهیر چټک کړي.
په همدې ترتیب د جمهوررئيس د حکم د لومړي بند، د څلورمې مادې بر بنسټ، د نیالګي کېنولو ملي پروګرام، د ځنګلونو د روزنې او د نیالګي کېنولو نوي روشونو پېژندلو، د طرحو تدوین، د پلانونو او د عامه‌وهاوي د تطبیق د انسجام او همغږۍ په پار دې د چاپېریال ساتنې ادارې د عمومي رئیس تر چتر لاندې د همغږۍ کمېټه جوړه شي، چې په دې کمېټه کې به د کرنې او مالدارۍ، ښارجوړولو او ځمکو، د کلیو او پراختیا وزارت مرستیالان او د سیمه‌ییزو ارګانونو او ښاروالۍ مرستیالان شتون لري.
د دویم بند، د یادې مادې پر بنسټ، د همغږۍ کمېټه کولی شي، اړتیا ته په کتو د وزارتونو او دولتي ادارو، خصوصي سکتور او مدني ټولنو باصلاحیته استازي خپلو غونډو ته راوغواړي.
د دغه حکم د لومړي بند، د پنځمې مادې پر بنسټ، د کرنې او مالدارۍ وزارت او اړوند ښاروالي مکلفه ده، چې د همغږۍ کمېټې په همکارۍ سیمه وټاکي، خاوره معلومه او د نیالګیو د ډول تثبیت دې وکړي. همدا شان د دویم بند، د همدې مادې پر بنسټ، د همغږۍ کمېټه مکلفه ده، چې د نیالګي کېنولو او ځنګل روزنې نوي روشونه او په دې برخه کې له ټکنالوژۍ ګټه، خلکو ته ور وپېژني او په هېواد کې یې ترویج کړي.
د یاد حکم د لومړي بند، د شپږمې مادې پر بنسټ، د دولت ملکي او نظامي کارکونکي، د لوړو او نیمه لوړو زده‌کړو محصلین او د ثانوي دورې زده‌کوونکي مکلف دي، چې د نیالګي کېنولو په موسم کې په هغه ځای کې یو یو نیالګی کېنوي، چې د همغږۍ کمېټې لخوا مشخص شوی دی.
د همدې مادې، د دویم او درېیم بند پر بنسټ، د همغږۍ کمېټه مکلفه ده، چې د نیالګیو کېنولو پروګرامونو د تمویل او ملاتړ لپاره د شرکتونو، صنعتي او سوداګریزو بنسټونو مالکین وهڅوي. همدارنګه دا کمېټه مکلفه ده، چې د نیالګیو کېنولو په ملي پروګرام کې مدني ټولنې وهڅوي، څو خلکو ته د نیالګي کېنولو او ځنګل روزنې د نوي روشونو او د دوی د ساتنې په برخه کې خپل رول ادا کړي.
د جمهوررئیس د حکم د لومړي بند، د اوومې مادې پر بنسټ، وزارتونه او دولتي ادارې په مرکز او ولایتونو کې مکلفې دي، چې اړونده سیمه کې په سم ډول د نیالګیو ساتنه او اوبه ورکړي او همدارنګه د دې مادې د درېیم بند مطابق ښاروالۍ مکلفې دي، چې په عامه ځایونو کې د نیالګیو ساتنې او اوبو ورکولو ته پاملرنه وکړي.
د دغه حکم د اتمې مادې پر بنسټ، د همغږۍ کمېټه مکلفه ده، چې د دغه حکم پلي‌کول وڅاري او د مالي کال د دویمې ربعې تر پایه دې خپل راپور د افغانستان جمهوري ریاست د چارو ادارې له لارې وسپاري.


شریکول