د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره د عامه اړیکو په اړه د دولتي کمیټې د جوړولو په اړه د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئيس حکم

۲۵ کب ۱۳۹۸

د خبر رسونې، غږیزو، انځوریزو، لیکني  پیغامونو د خپرېدو او ملي عامه پوهاوي د لا ښې همغږۍ لپاره د کرونا په برخه کې د عامه اړیکو دولتي کمېټه جوړه او منظوروم، چې مشري به یې د عامه او ستراتیژیکو اړیکو د ادارې عمومي رئیس او د جمهوري ریاست ستر سلاکار ښاغلي وحید عمر کوي. دا کمېټه له لاندو ادارو جوړه شوې ده:

 د ملي راډیو ټلوېزیون عمومي رییس، د عامې روغتیا وزارت، اطلاعات او فرهنګ، ارشاد، حج اوقاف، کورنیو چارو، ملي دفاع، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو، ښځو چارو، لوړو زده کړو، پوهنې، سیمه‌ییز ارګانونو خپلواکې ادارې او کابل ښاروالي مرستیالان، دا کمېټه به لاندې فعالیتونه ترسره کوي:

۱ د کرونا ویروس د خپرېدا په اړه ټول اطلاعات به هره ورځ جمع‌آوری او له خلکو سره شریکوي.

۲ د عامه پوهاوي د مېتودونو پر اساس لیکني، غږیز او انځوریز پیغامونه چمتو کول او د ټولنیزو رسنیو له لارې خپرول.

۳ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې دې ټلیفوني معلوماتي مرکز فعال او په اړه دې د خلکو پوښتنو ته په وخت سره ځوابونه چمتو کړي.

۴ د عامه پوهاوي لپاره دې تبلیغاتي پاڼې چاپ او تر کلیو او بانډو دې د دولتي امکاناتو، سیمه‌ییزو راډیوګانو او نورو ټولنیزو رسنیو له لارې خپرې او ورسوي.

۵ د کرونا په پار د عامه پوهاوي لپاره دې د رسنیو له استازو، علماوو، روحانیونو، کارپوهانو او په ټولنه کې نفوذ لرونکو شخصیتونو سره ناستې ترسره کړي.

۶ د کرونا د مخنیوي په اړه دې د نورو هېوادونو بریالۍ تجربې معلومې، توحید او تحلیل کړي او له خلکو او اړوند ادارو سره دې شریکې کړي.

د یادې کمېټې رییس دې هره ورځ د اړوند فعالیتونو او کړنو راپور د جمهوري ریاست مقام ته وړاندې کړي.

د مالیې وزارت مکلف دی، چې د دې کمیټې د تولیدي، عامه پوهاوي او خپرونو لپاره دې له سرجمعې بودجې، چې مخکې لا دې برخه ته ځانګړې شوې، د دې کمېټې په غوښتنه دې د جمهوري ریاست د چارو عمومي ریاست بودیجې ته انتقال کړي.

محمد اشرف غني

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئیس


شریکول