د جمهور رئیس خبرې
صنعتکاران، دولت او ټولنه د افغانستان د ثبات او هوساینې نجیبه مثلث بولو. ددې مثلث عمده رکن، د افغانستان صنعتکاران دي؛ هغه هېواد چې تولیدونکی نه وي، هېواد نه دی. زموږ صنعتکار، زموږ د ټولو اقتصادي لیدلوریو او اقتصادي پالیسیو اصلي رکن دی.

ارګ

د ارګ تاریخچه

 ارګ له کلونو د افغانستان د پادشاهانو او جمهوررئیسانو د اوسېدو ځای دی. همدا اوسمهال هم جمهوررئیس له خپلې کورنۍ سره یو ځای د جمهوري ریاست په ارګ کې ژوند کوي. د جمهوررئیس او د لومړۍ مېرمنې کاري دفترونه هم په همدې ودانیو کې موقعیت لري او جمهوررئیس، د هېواد چارې له ارګ څخه اداره کوي.

د جمهوررئیس د دفتر ریاست، ملي امنیت شورا او د جمهوري ریاست اړوند یو شمېر نور دفترونه په ارګ کې موقعیت لري. د کابینې، عالي شوراګانو او عالي کمېسیونونو په ډول مهمې حکومتي غونډې په ارګ کې ترسره کېږي. له کورنیو او بهرنیو مشرانو سره د جمهوررئیس لیدنې او مشورتي ناستې او د بهرنیو مېلمنو لپاره ترتیبات هم په همدې ځای کې ترسره کېږي.  همدا راز د مهمو ملي مناسبتونو په اړه غونډې او ملي او نړیوال کنفرانسونه او نورې مهمې غونډې هم همدلته په ارګ ترسره کېږي.

تر بل هر وخت د ملي وحدت حکومت په دوره کې ارګ ته د خلکو مراجعه زیاته شوې او مختلف قشرونه توانېدلي، چې په دې ځای کې له جمهوررئیس سره وویني.

د جمهوري ریاست ارګ د خپلواکۍ ځانګړو جشنونو، مېرمنو، د پادشاهانو ټاکلو، د شاهي کورنیو د غړو د وادونو، مشاعرو، علمي سمینارونو او د جمهوررئیسانو د لوړې مراسمو ترسره کېدو خاطرې له ځان سره لري.

 

جوړېدل

د جمهوري ریاست ارګ د جمهورئیس له لوري د هېواد د چارو د اداره کولو او د هغه د اوسېدو ځای دی. ارګ د کابل ښار په مرکزي برخه کې واقع دی. که چېرې خپل مخ شمال ته واړوئ او د ساعت د عقربې په ډول وڅرخېږئ، نو د ارګ شاوخوا، د وزیر محمد اکبر خان ساحه، د آریانا څلور لارې، ملي دفاع وزارت، مراد خاني، ده‌ افغانان، عامه کتابتون، بهرنیو چارو وزارت او سپیدار ماڼۍ لیدلی شو.

د اوسني ارګ د جوړېدو د بنسټ ډبره، د امیر عبدالرحمن خان له لوري، په ۱۳۰۰ هجري قمري کال کې په شاوخوا دوه سوه جریبه ځمکه کېښودل شوه. هغه مهال، په دې ساحه کې آبادي او بازار نه و او شاوخوا یې تر یوه ځایه کرنیزې ځمکې او باغونه لیدل کېدل. د پادشاهانو د حکمرانۍ او د اوسېدو ځای په توګه دغلته د امیر عبدالرحمن خان له لوري د ارګ لپاره د ځای تثبیت وروسته له هغه وشو، چې د انګرېزانو د یرغل پر مهال د کابل بالاحصار، چې د افغانستان شاهي مرکز و، ویجاړ شو.

د ارګ د جوړېدو عمومي چارو سرپرستي شهزاده حبیب الله خان ته سپارل شوې وې. د ارګ ابتدایي جوړېدو نږدې دېرش کاله وخت نیولی دی. د ارګ د جوړېدو چارې د امیر حبیب الله خان او په ځانګړي ډول د غازي امان الله خان د واکمنۍ پر مهال هم روانې وې.

«کوټي باغچه»  لومړنۍ ودانۍ ده، چې د ارګ په کلا کې په ۱۳۰۴ ه. ق کال کې جوړه شوې ده. له هغه وروسته، حرمسرای، سمت شب‌جمعه یا لسم نمبر، ګلخانه، دلکشا، سلام‌خانه، لومړی نمبر، دویم نمبر، چهار‌چنار، ډبرینه، ستوري او زین‌العمارت ودانۍ، د پادشاهانو د دفترونو ودانۍ، د پادشاه د مېرمنو او د کورنۍ غړو لپاره حرمسرای، شاهي خزانه، شاهي زندان، سلا کوټ، د ساتونکو اوسېدنځای، الحاقیه، اداري، آرشیف، د کارکوونکو اتاقونه، پخلنځی او د غذایي موادو ګودام، یو په بل پسې جوړ شول.

د غازي امان الله خان د واکمنۍ پر مهال یو لوی ملي کتابتون جوړ شو، چې پخپل وخت کې بېساری و. غازي امان الله خان د ارګ ودانیو ښکلا او ظواهرو ته ډېر پام وکړ او په دې دوره کې په قصرونو کې فرشونه وغوړېدل او په دېوالونو هنري او تاریخي تصویرونه وځړول شول. همدا راز، د ارګ د شنه کولو لپاره بوټي او ګلان وکرل شول او له جبل السراج څخه ارګ ته برېښنا راوستل شوه.

د ارګ د ښکلا زیاتوالي لپاره یې په احاطه کې څو برجونه زیات شول. له مشهورو برجونو څخه د بېرغ برج، د ساعت برج، له انګرېزانو سره د دویمې جګړې د ۲۶ شهیدانو د یاد برج او د ارګ څلور برجونه یادولی شو.

باید یادونه وشي، چې د وخت په تېرېدو، ځینې ودانۍ له ارګ څخه جلا شوې دي او د ارګ جغرافیایي جوړښت هم ځینې بدلونونه لیدلي دي. له هغې ډلې په ناک‌باغ قصر کې ملي آرشیف ته ځای ورکړل شو او زین العمارت ودانۍ وروسته د لومړي وزیر د اوسېدو په ځای ونومول شوه. همدا اوسمهال له ۲۰ زیات قصرونه او ودانۍ د اوسني ارګ په ساحه کې موجودې دي، چې د خونو شمېر یې له ۲۸۰ څخه زیاتېږي.

 د ارګ د معمارۍ سبک

د ارګ ډېری ودانی د منځنۍ آسیا د معمارۍ په سبک جوړې شوې دي او د ځینو ودانیو په سبک کې د بریتانوي هند معماري هم تر سترګو کېږي. البته د ارګ ډېری ودانۍ د امیر عبدالرحمن خان د طرحو پر اساس جوړې شوې دي.

بیارغاونه

د امیر امان الله خان تر سلطنت وروسته جګړو او ګډوډیو کې ارګ ته شدید زیانونه واوښتل، داسې چې د ودانیو ځینو برخو ته اور ورکړل شو او ځینې هم ویجاړې کړای شوې. په دې دوره کې د قصرونو ځینې لوازم ورک شول او ځینو هنري او تاریخي آثارو ته زیان واوښت. ګډوډیو د ارګ ښکلا بدرنګه کړه؛ خو د محمد ظاهر شاه د پادشاهۍ دورې په پیلېدو سره، ارګ نوې دوره پیل کړه. په دې دوره  کې، د ارګ بیارغاونې ته جدي پاملرنه وشوه او ښکلا یې بېرته وګرځېده.

د ارګ لپاره کتابتون جوړ شو او د بېلابېلو ګلانو او بوټو په کرلو سره د ارګ ښکلا زیاته شوه. د ارګ په شمالي برخه کې ودانۍ جوړې شوې، چې چایدار‌باشي، آبدار‌باشي، جاینماز‌باشي، عمومي معتمد او د دربار نور کارکوونکي به په‌کې اوسېدل او تحویلخانه هم همالته وه.

د داوود خان د جمهوري ریاست په دوره کې، په دلکشا ماڼۍ کې خونې جوړې شوې، چې د جمهوررئیس د کورنۍ غړي او ورور یې نعیم خان په کې ژوند کاوه. په دې دوره کې د ارګ ځینې برخې ترمیم او ځینې یې رنګ شوې؛ خو ډېر بدلونه څرګند نه شول.

د ۱۳۵۷ د غویي په کودتا کې د ارګ ځینې برخې بمبار شوې او همدغه وخت د ساعت برج او د ارګ ځینو قصرونو ته زیانونه واوښتل. د نور محمد ترکي د حکومت په دوره کې، د کودتا له امله رامنځته شوي زیانونه، له هغې ډلې د ساعت برج بېرته ورغاول شو او د دویم نمبر قصر ساختماني کارونه پیل شول. د حفیظ الله امین د حکومت په دوره کې پام وړ کار نه دی شوی؛ یوازې هغه زیانونه بېرته ورغاول شول، چې د ۱۳۵۸ د وږي په جګړه کې ور اوښتي وو او د امین د کار دفتر د دارالامان تاج بېک تپې ته ولېږدول شو. له هغه وروسته، ډاکتر نجیب الله هم د هېواد ډېری کارونه د چارو ادارې څخه ترسره کول او یوازې ډیپلوماتیکې لیدنې د ارګ په ګلخانه کې ترسره کېدې.

د ۱۳۷۱ د غویي په نښتو کې او تر هغه وروسته، د ارګ یو شمېر ودانیو او له هغې ډلې حرمسرای ته زیان واوښت او د ارګ کتابتون ویجاړ شو. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ارګ ځینې ذیروح تصویرونه له منځه یوړل شول. د مارغانو هغه تصویرونه، چې د حرمسرای د زینو له پاسه په ښکلي فرش کې نصب شوي وو رنګ شول او د زمریانو دوه مرمرینې مجسمې هم ماتې شوې.

د طالبانو د دورې په پای ته رسېدو سره، ارګ، بې روحه کلا وه، چې د حکومتولۍ هېڅ نښه په‌کې نه لیدل کېده. خو له ۲۰۰۱ کال تر اوسه، د ارګ د بیارغاونې او ورته د روح ورکولو نوې دوره پیل شوه. د ارګ څلور برجونه د پخوانۍ نقشې پر اساس بیاورغاول شول. دلکشا ماڼۍ، د سلام‌ خانې ماڼۍ سویلي او شمالي سیمې، ډبرینه ماڼۍ او د بېرغ دروازې شمالي او سویلي ودانۍ بیا ورغاول شوې او کوټي باغچه پخپل هماغه لومړني شکل میناتوري شوه او ځانګړې ښکلا ورکړل شوه. د قصرونو د بیارغاونې ترڅنګ د ارګ کلا سویلي دېوال ته نږدې د چهار‌چنار ماڼۍ او ختیځې دروازې یا د مخابرې دروازې ته په نږدې فاصله کې د اداري چارو لپاره نوې ودانۍ، په نړیوالو معیارونو جوړې شوې. د ارګ ودانۍ عمومي دروازې په شمالي برخه کې پخوا یوه دوه منزله ودانۍ وه، چې اوس یې پر ځای نوې ودانۍ جوړه شوې ده. د تشریفاتو ډګر هم د نړیوالو معیارونو پر اساس جوړ شو او همدا راز یو عصري او نوی پخلنځی جوړ شو.

همدا راز د ارګ کلا ویجاړ شوي دېوالونه او د ارګ احاطوي ساحه هم بیاورغاول شوه. د ارګ عمومي دروازه او شاوخوا یې هم بیاورغاول شول.

د ملي وحدت حکومت د کار له پیل سره، د ارګ د بیارغاونې او د نویو ودانیو جوړولو بهیر دوام وموند. له دې ډلې په ۱۳۹۶ کال کې د آرشیف د ودانۍ جوړولو کار بشپړ شو او د ارګ د آرشیف اسناد دې ودانۍ ته ولېږدول شول. جمهور رئیس غني دا ودانۍ د ۱۳۹۷ کال په چنګاښ میاشت کې پرانسته.

 

 په دې دوره کې همداراز ځینې سړکونه، احاطوي دېوالونه، دروازې، شنې ساحې، د دلکشا ماڼۍ مسجد، د کارکوونکو خوړنځای او... جوړ او ورغاول شول. د ارګ ساحې د ښکلا لپاره، په ځانګړې توګه په ښه ډول د مېلمنو د ښه راغلاست او ملي مناسبتونو د ترسره کېدو په موخه، د تشریفانو په ډګر او د آریانا له څلور لارې د ارګ تر ننوتونکې دروازې پورې، د سلام خانې ماڼۍ مخ ته، د چهار‌چنار ماڼۍ او لومړۍ مېرمنې د دفتر شاوخوا د بېرغونو نوې پایې ولګول شوې.


شریکول