د جمهور رئیس خبرې
صنعتکاران، دولت او ټولنه د افغانستان د ثبات او هوساینې نجیبه مثلث بولو. ددې مثلث عمده رکن، د افغانستان صنعتکاران دي؛ هغه هېواد چې تولیدونکی نه وي، هېواد نه دی. زموږ صنعتکار، زموږ د ټولو اقتصادي لیدلوریو او اقتصادي پالیسیو اصلي رکن دی.

دشکایتونو ثبت

د جمهوري رياست د شکاياتو د اوريدو دفتر

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د چارو ادارې لوی رياست ، د ارتباطاتو رياست د شکایتونو د اوریدو آمريت د خلکو هغو ستونزو، قضاياوو او شکايتونو ته رسيده ګي کوي، چې تر دې مخکې يي له اړوندو دولتی ادارو سره شريک کړي وي خو حل شوي نه وي. که چيرې د خلکو ستونزې د اړوندو دولتي ادارو له لوري نه وي حل شوی دوی کولای شي خپلې ستونزې د شکايتونو له آمريت سره د ټلیفون له لارې شريکې کړي او بیا به د هیواد له شته قوانينو او د افغانستان د جلالتمآب جمهور رئيس له هدایت سره سم ورته جدي رسيده ګي وشي.

نو له ټولو درنو هیوادوالو غوښتنه کوو چې کولای شي هر ډول شکايت د برښنالیک او ټلیفون له لارې په رسمي ورځو يانې له شنبې تر چهارشنبې پورې هره ورځ د سهار له اتو بجو بیا د ماښام تر پنځو پورې د شکایاتو له دفتر سره شريک کړي.

اړیکشمېره:

۰۲۰۲۱۰۴۴۴۴

۰۲۰۲۱۰۴۴۴۵

برښناليک پته : arg.complaint@ocs.gov.af

يادونه: ټول شکايت کونکي کولای شي ځانونه معرفي کړي او خپل شکايت مطرح کړي، هیره دې نه وي چې د شکايت کونکو هويت به د شکايتونو له آمريت سره خوندي وي.

که غواړئ د برښناليک له لارې خپل شکايت را لیږئ نو مهرباني وکړئ فورمه تر لاسه کړئ او بیا يي په پوره دقت سره ډکه کړئ، د شکايت کونکي د ټليفون شمېره اړینه ده او کله مو چې فورمه په پوره دقت سره ډکه کړه بیا يي کولای شی برنۍ برښنالیک پتې ته را وليږئ.


شریکول