د جمهور رئیس خبرې
موږ، د افغانستان ډېری خلک، په لېوالتیا هغه لیدلوری تعقیبوو، چې وکولای شو د افغانستان اسلامي جمهوریت نظام بنسټونه پخپله جوړ کړو؛ په هېواد کې د سولې، یووالي او ملي پیوستون خاوندان شو او د سیمه‌ییز اتصال، د اسلامي زده کړو مرکز او د آسیا څلور لارې د محور په توګه د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو د بستر په توګه عمل وکړو.

ویناوې

د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزیر سره ګډ مطبوعاتي کنفرانس
۱۶ لیندۍ ۱۳۹۳

د ۲۰۱۵ ز کال له پیله د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیک (۲۰۰۱ ز) په چوکاټ کې په افغانستان کې د قوې استعمال پای ته رسېږي او افغان امنیتي ځواکونه د هېواد هر اړخیزه ساتنه پخپله غاړه اخلي.

د افغانستان لپاره د لندن کنفرانس
۱۳ لیندۍ ۱۳۹۳

د افغانستان خلک له نړۍ او نړیوالو همکارانو سره د خپلو همکاریو په تړاو ټولنیزې او سیاسي اجماع ته رسېدلي دي. موږ وتوانېدو پر ټولو بدبینیو سربېره، سیاسي او امنیتي لېږد ترسره کړو.

د ناکامو دولتونو د رغاونې بحث؛ له تیورۍ تر عمل*
۱۳ لیندۍ ۱۳۹۳

آغلو او ښاغلو، چاټم‌هاوس ته ښه راغلاست! دا چې نن له موږ سره یو ځای شوئ خوښ یم. هیله لرم چې تاسو به له ما او همکارانو سره مې یو ځای د افغانستان اسلامي جمهوریت رئیس ډاکتر محمد اشرف غني ته ښه راغلاست ووایئ.

په بروکسل کې د ناټو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه
۱۱ لیندۍ ۱۳۹۳

موږ له ناټو سره د همکاریو نوې مرحلې، غوڅ ملاتړ ماموریت، هرکلی کوو. ددې همکاریو په تړاو، افغانستان سیاسي او ملي اجماع لري.

د ناټو له سکرترجنرال او اجرائیه رئیس سره ګډ مطبوعاتي کنفرانس
۱۰ لیندۍ ۱۳۹۳

د ۲۰۱۵ ز کال د جنوري په لومړۍ نېټه د افغانستان او ناټو د همکاریو نوې مرحلې ته داخلېږو. افغان ځواکونه له خپل هېواد څخه د دفاع د مسؤولیت او د نړۍ خوندیتوب ته تیار دي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د توشیح مراسم
۰۹ لیندۍ ۱۳۹۳

اطلاعاتو ته لاسرسی د خلکو اساسي حق او د مدني ټولنې د فعالیتونو بنسټ دی.

د نفوسو د احوالو ثبت قانون د توشیح مراسم
۰۹ لیندۍ ۱۳۹۳

له ارقامو پرته، پلان جوړونه، د سرچینو وېش، متوازنه وده او د خدمتونو وړاندې کول او... له اساسي ستونزو سره مخ کېږي.