د جمهور رئیس خبرې
موږ، د افغانستان ډېری خلک، په لېوالتیا هغه لیدلوری تعقیبوو، چې وکولای شو د افغانستان اسلامي جمهوریت نظام بنسټونه پخپله جوړ کړو؛ په هېواد کې د سولې، یووالي او ملي پیوستون خاوندان شو او د سیمه‌ییز اتصال، د اسلامي زده کړو مرکز او د آسیا څلور لارې د محور په توګه د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو د بستر په توګه عمل وکړو.

ویناوې

د استانبول پروسې ـ آسیا زړه هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو څلورمه غونډه
۰۹ لړم ۱۳۹۳

د تخریبي سیاست او جنایت یو ځای کېدل د جنایتکارو شبکو د چټکتیا او انعطاف لامل ګرځېدلی او له هغه سره مقابله د «دولتي نظام» یو ډله‌ییز او منسجم غبرګون ته اړتیا لري.

د چین او افغانستان د سوداګرو او پانګه‌والو غونډه
۰۹ لړم ۱۳۹۳

د افغانستان له عمده موخو څخه، په یوه تولیدي او صادرونکي هېواد بدلېدل دي، چې د هغه لپاره پر صنعتکارانو د افغان سوداګرو بدلېدل لازمي دي.

په شینهوا پوهنتون کې د جمهوررئیس محمد اشرف غني وینا
۰۷ لړم ۱۳۹۳

اقتصادي، سیاسي او فرهنګي همپالنې، په اروپا کې بیاځلي جګړه غیر ممکنه کړه؛ خو د آسیا اوږده جګړه لا هم دوام لري. په راتلونکو پنځوسو کلونو کې په قاره‌یي همپالنې تمرکز کولای شي په آسیا کې قاره‌یي اقتصاد رامنځته کړي.

د ترکیې له جمهوررئیس سره ګډ مطبوعاتي کنفرانس
۲۶ تله ۱۳۹۳

افغانستان او ترکیه ژورې اړیکې لري، چې ریښې یې د دواړو هېوادونو تاریخ ته رسېږي. ترکیې له افغانستان سره په مختلفو برخو کې هر اړخیزې مرستې کړې دي.

د کابل ښاروال د ټاکلو طرز، ښاري نظم، ساتنې او څارنې او ښاري ماسټر پلان ګډه ناسته
۲۵ تله ۱۳۹۳

کابل د چاودېدو په حال کې دی او د یوه هېواد د پلازمېنې استازولي نه کوي. په همدې موخه لس اساسي ستونزې مشخصوي، څو د حل لپاره یې لارې چارې ولټول شي.

د ښوونکي د ورځې نمانځنې مراسم
۲۳ تله ۱۳۹۳

په اتو برخو کې د ښوونکو او د هغوی پر ستونزو بحث شوی او د هغو د له منځه وړو لپاره ځینې دندې اړوندو ادارو ته ورکړل شوې دي. د زده‌کوونکو په شمېر کې بنسټیز بدلونونه راغلي دي، په راتلونکو پنځو کلونو کې عمده هدف، په کیفیت کې بدلون راوستل دي.