د جمهور رئیس خبرې
موږ، د افغانستان ډېری خلک، په لېوالتیا هغه لیدلوری تعقیبوو، چې وکولای شو د افغانستان اسلامي جمهوریت نظام بنسټونه پخپله جوړ کړو؛ په هېواد کې د سولې، یووالي او ملي پیوستون خاوندان شو او د سیمه‌ییز اتصال، د اسلامي زده کړو مرکز او د آسیا څلور لارې د محور په توګه د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو د بستر په توګه عمل وکړو.

ویناوې

د ملي وحدت حکومت د اجرائیه رئیس د معرفي مراسم
۰۹ تله ۱۳۹۳

افغانستان مهمه ازموینه ورکړه، چې د هېواد د سیاسي قشر د تدبیر او بلوغ نښه ده. زموږ په سیاسي فرهنګ کې باید د حذف سیاست ځای ونه لري، دا ځکه چې د همپالنې او اصلاحاتو سیاست په تړاو اجماع شته ده.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس په توګه د ډاکتر محمد اشرف غني د لوړې مراسم
۰۷ تله ۱۳۹۳

تر ټاکنو وروسته واک په سوله‌ییز ډول ولېږدول شو. د قانون پر اساس جمهوررئیس د درېیو قواوو په رأس کې قرار لري او د قواوو ترمنځ به لازمه همغږي موجوده وي.