خبرې

موږ ثابتو، چې همکاري او سیمه‌ییز اتصال یوازې یوه تئوري او افسانه نه، بلکې هغه واقعیت دی، چې په یوه لویې متقابلې ګټې بدله شوې ده.

زموږ ژمنه دا ده، چې سوله به ټینګوو او د هر ډول احتمالي فاجعې او پاشلتیا مخه به نیسو، خو داسې ارزښتونه هم موجود دي، چې بحث پرې نشي کېدای لکه ملي یووالی، ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، مرکزي، قوي او کار وړ دولت او د اتباعو اساسي حقوق.

موږ کلکه اراده لرو, چې د سولې په ټينګېدو سره به د تاريخ دا تور فصل, چې څلوېښت کلن جنګ دی, بدلوو او د پخلاينې, آبادۍ, ترقۍ او پخپلو پښو ولاړ افغانستان نوی فصل به پرانېزو.

د افغان دولت، اقتصادي قشر او خلکو هدف وصل دی؛ موږ د وصل خلک یوو، نه د فصل. موږ جدایي نه غواړو، موږ انزوا نه غواړو، موږ اړیکې او همکاري غواړو. د لاجورد لارې پرانیسته د سویلي آسیا پر وړاندې د افغانستان د لارو د تړلو په معنی نه ده. لاجورد لار په دویم ګام کې سویلي آسیا له مرکزي آسیا، قفقاز او اروپا سره نښلوي.

د اسلامي نظام اساس «عدالت» جوړوي. حکومت د عدالت د ټینګښت لپاره پرېکنده اراده لري او هڅه کوي، چې په ټول هېواد کې تاریخي محرومیتونو ته د پای ټکی کېږدي.

صنعتکاران، دولت او ټولنه د افغانستان د ثبات او هوساینې نجیبه مثلث بولو. ددې مثلث عمده رکن، د افغانستان صنعتکاران دي؛ هغه هېواد چې تولیدونکی نه وي، هېواد نه دی. زموږ صنعتکار، زموږ د ټولو اقتصادي لیدلوریو او اقتصادي پالیسیو اصلي رکن دی.

د سولې هر اقدام باید روښانه وي. سوله لکه د غله غوندې په تیاره کې نه راځي، سوله به په روښانه ورځ، د افغانانو په همت او زموږ په اتحاد او اتفاق راځی.