د جمهور رئیس خبرې
هر څوک چې له وارداتو د تولید پر لور یو ګام اخلي او صادراتو ته زمینه برابروي، د افغانستان د ثبات پر لور یو ګام اخلي. صنعتکاران نه یوازې د حکومت انکشافي شریکان دي، بلکې د افغانستان د ثبات شریکان هم دي.

خبرې

هر څوک چې له وارداتو د تولید پر لور یو ګام اخلي او صادراتو ته زمینه برابروي، د افغانستان د ثبات پر لور یو ګام اخلي. صنعتکاران نه یوازې د حکومت انکشافي شریکان دي، بلکې د افغانستان د ثبات شریکان هم دي.

سوله په دې معنی نه ده چې تاسو تر پښو لاندې شئ، سوله به د افغانستان اسلامي جمهوریت نظام تر پښو لاندې کول نه وي. سوله به د افغانستان شموله نظام تر چتر لاندې پر ګډو وجوهاتو او سوله‌ییز ژوند د پانګونې په معنی وي، چې د افغانانو د عزت ضمانت به کوي.

د پلرني کور په توګه د افغانستان استحکام د هر افغان هیله ده. دا د ټولو کور دی، کور یو کور دی، زموږ کور دی، زموږ افغانستان دی. دلته (د سولې مشورتي لویه جرګه) ځکه ټول راټول شوي، چې زړونه سره یو کړو او لاسونه سره ورکړو. هغه ملت چې مشترک درد لری، حللار یې هم مشترکه ده.

«د سیاسي حللارې موندل غالب او مغلوب نه لري. د سولې ګټوونکي به انشاالله تعالی د افغانستان ماشومان، مېرمنې، یتیمان او په ځانګړي ډول د افغانستان ولس او راتلونکي نسلونه وي.»

د افغانستان د ثبات کیلي کرنه او د هوساینې کیلي کانونه او پټرولیم دي... د افغانستان شتمنۍ د ملت ده او موږ ټول د متولي رول لرو، نه د مالکیت؛ د شتمنۍ مالک د افغانستان خلک دي.

موږ ثابتو، چې همکاري او سیمه‌ییز اتصال یوازې یوه تئوري او افسانه نه، بلکې هغه واقعیت دی، چې په یوه لویې متقابلې ګټې بدله شوې ده.

زموږ ژمنه دا ده، چې سوله به ټینګوو او د هر ډول احتمالي فاجعې او پاشلتیا مخه به نیسو، خو داسې ارزښتونه هم موجود دي، چې بحث پرې نشي کېدای لکه ملي یووالی، ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، مرکزي، قوي او کار وړ دولت او د اتباعو اساسي حقوق.