د جمهور رئیس خبرې
د افغان دولت، اقتصادي قشر او خلکو هدف وصل دی؛ موږ د وصل خلک یوو، نه د فصل. موږ جدایي نه غواړو، موږ انزوا نه غواړو، موږ اړیکې او همکاري غواړو. د لاجورد لارې پرانیسته د سویلي آسیا پر وړاندې د افغانستان د لارو د تړلو په معنی نه ده. لاجورد لار په دویم ګام کې سویلي آسیا له مرکزي آسیا، قفقاز او اروپا سره نښلوي.

خبرې

موږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو په برکت نړۍ قانع کړې او دا مهال افغانستان د نړیوالې ټولنې د توجه محور ګرځېدلی. د افغانستان په تړاو دا اجماع له ۴۰ کلونو وروسته رامنځته شوې. موږ د قانونیت، عدل او تدبیر له لارې نظام غښتلی کوو او زما په ګډون هېچاته اجازه نشته، چې د هېواد ملي ګټې تر پښو لاندې کړي.

ټول باید بشپړ باور ولرو چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه چې د خپلې وینې او ځان په بدله کې څه لاسته راوړي، د سیاست په ډګر کې به له لاسه ور نه کړل شي. دولت په ټوله معنی له هغوی دفاع کوي.

قران مجید فرمایلي: والصُّلحُ خیرٌ. یعنې سوله غوره ده. سوله غوره انتخاب دی، دا یوازې زموږ د خلکو لپاره نه، بلکې ان د هغو کسانو لپاره هم چې د بغاوت په سنګر کې دي. زه له همدې ځایه یو وار بیا د طالبانو په ډلو غږ کوم، چې الهي غږ، د خلکو غوښتنې او د جهاد د رهبرانو مخلصانه هڅو ته احترام وکړي او د سولې غږ ته لبیک ووایي. کله چې د خبرو او مذاکرې لار پرانستې، تاوتریخوالي ته څه حاجت؟ هغوی دې الهي امر ته څه ځواب لري چې د انفال سورت په ۶۱ ایت کې فرمایي: «که مو ولیدل چې مخالفین مو سولې او روغې ته لېوالتیا لري، تاسو هم سولې ته مخ کړئ.»

د افغانستان د ملت او دولت اراده د سولې لپاره ده. که موږ د سوله‌ییزې حللارې خنډ وای، نن به یې دې جګړې ته مشروعیت ورکولای. موږ سولې ته ژمن یوو او دا ددې لپاره چې خلک سولې ته لکه د هوا په څېر اړتیا لري؛ خو باید اراده ولرو، چې په واقعي ډول سوله راوړلی شو. هغه سوله چې په هغه کې خدای نخواسته د افغانستان جغرافیه ووېشل شي، هېڅکله د منلو نه ده.

د سیمې د ځینو خلکو صادرات ترهګري ده؛ خو زموږ د درېیو هېوادونو (افغانستان، ایران او هند) صادرات هیله، باورمندي او همکاري ده. زموږ پیغام دا دی، چې ټوله سیمه باید په ګډې همکارۍ او نښلېدو کې شریکه وي. مرکزي آسیا، اروپا او چین، ټول په دې ګډ لیدلوري کې شامل دي.

زموږ د بریالیتوب کیلي؛ د حکومتولۍ په ښاروند‌محور سیستم د ریښه دار فساد د حکومتولۍ فرهنګ بدلول دي.

زموږ اساسي ستونزه څه ده، چې خلک، خصوصي سکتور او دولت نشي کولای له یو بل سره یو ځای شي؟ زموږ ستونزه فساد، د ژمنتیا نشتوالی، د وخت جدي نه نیول او د بادارۍ فرهنګ دی. دولت یوازې او یوازې ملت ته د خدمت وسیله ده. ثبات په ټوپک نه، بلکې پر دولت د خلکو له باور ترلاسه کېږي. زما ژمنه دا ده، چې له فساد سره په اساسي ډول مبارزه کوم، څو هغه خلک چې ملت ته کار کوي تقدیر او وستایل شي او له خلکو او خصوصي سکتور سره کار وکړي.