د جمهور رئیس خبرې
د افغان دولت، اقتصادي قشر او خلکو هدف وصل دی؛ موږ د وصل خلک یوو، نه د فصل. موږ جدایي نه غواړو، موږ انزوا نه غواړو، موږ اړیکې او همکاري غواړو. د لاجورد لارې پرانیسته د سویلي آسیا پر وړاندې د افغانستان د لارو د تړلو په معنی نه ده. لاجورد لار په دویم ګام کې سویلي آسیا له مرکزي آسیا، قفقاز او اروپا سره نښلوي.

خبرې

تر ټولو لویه دنده، په سیمه کې د بېوزلۍ له منځه وړل دي. زموږ د دوو لویو ستونزو په څېر د «بېوزلۍ» او «ترهګرۍ» تعریف لپاره په سیمه کې زموږ تمرکز او سیاسي اراده جوړه شوې ده. ترهګري یوه لنډمهاله پدیده نه ده، که چېرې د ترهګرۍ څلور پخوانۍ څپې یوازې نښې وي، متأسفانه پنځمه څپه، یوه منځمهالې پدیده ده. موږ باید خپل ځواکونه سره یو ځای کړو، خپل تمرکز وساتو او مخ پر وړاندې حرکت وکړو. افغانان د انعطاف‌پذیرۍ له فرهنګ څخه د راپورته شوې وړتیا پر اساس پر دې خنډونو بریالي کېږي

امنیتي ځواکونه چې له هېواده د دفاع لپاره ځانونه قرباني کوي، ټولو ته باید د شهید خطاب وکړو او د شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته باید لا زیاته توجه ولرو.

په هغه هېواد کې چې جګړه هره ورځ زموږ نږدې عزیزان اخلي، د سولې ټینګښت له موږ لوی قیمت غواړي. هغه پیغام چې موږ ته د شهیدانو له وینو رسېږي دا دی، چې ددې هېواد د ارامۍ او ابادۍ لپاره باید فریب خوړلیو ته یاده کړو، چې هر مرګ شهادت نه دی. هغه مرګ چې له امله یې بېګناه خلک په وینو او خاورو کې لوغړېږي او مېرمنې او ماشومان یې قرباني دي، هماغسې چې د اسلام مقدس دین بیان کړی، شهادت نه دی؛ بلکې انتحار دی، چې د نورو ژوند ته د ضرر رسولو او پخپله د هغوی د اخرت د تباهۍ لامل ګرځي.

زموږ د سیندونو اوبه نورو ته توېږي، د سېلابونو له وجې زموږ اوبه زموږ د تخریب لامل ګرځي. په راتلونکو لسو کلونو کې به زموږ د اوبو هره قطره زموږ د ګاونډیانو د تېلو له هرې قطرې ډېر ارزښت ولري. په همدې اساس اړتیا ده، چې د اوبو سرچینې مو مدیریت کړو او ترې ګټه پورته کړو.

تر دې جامع پیغام نه لرو، باید د معصومو ماشومانو له ژبو یې واورو، چې زموږ تېرېدونکی نسل دوی ته څه کوو او څه ډول په یوه پُل بدلېږو. د افغان ماشومانو پیغام زموږ د ناکامۍ پارچه ده.

خبره دا نه ده، چې څه راته په میراث پاتې دي، تاریخ به دا قضاوت وکړي، چې موږ دغه میراث په څه بدلوو. په هره بیه چې کېږي دغه میراث به [په راتلونکې کې] په یوه نېک میراث بدلوو.

تر دې وروسته به هېڅ سیاسي شخص اجازه ونه لري، چې سیمه‌ییز پولیس ولري، د سیمه‌ییزو پولیسو ټول کارونه د امنیه قوماندانیو تر چتر لاندې راځي او یوازې او یوازې د دولت په چوکاټ کې ځواب ویونکي دي. زموږ موخه دا ده، چې دولت په خدمتګار دولت بدل شي، نه په زورواکي او بې ځوابه.