د جمهور رئیس خبرې
هر څوک چې له وارداتو د تولید پر لور یو ګام اخلي او صادراتو ته زمینه برابروي، د افغانستان د ثبات پر لور یو ګام اخلي. صنعتکاران نه یوازې د حکومت انکشافي شریکان دي، بلکې د افغانستان د ثبات شریکان هم دي.

خبرې

تر دې وروسته به هېڅ سیاسي شخص اجازه ونه لري، چې سیمه‌ییز پولیس ولري، د سیمه‌ییزو پولیسو ټول کارونه د امنیه قوماندانیو تر چتر لاندې راځي او یوازې او یوازې د دولت په چوکاټ کې ځواب ویونکي دي. زموږ موخه دا ده، چې دولت په خدمتګار دولت بدل شي، نه په زورواکي او بې ځوابه.

زه به هغه ورځ جشن ونیسم، چې د افغانستان ستره محکمه حد اقل زما یو فرمان د افغانستان د اساسي قانون پر اساس رد کړي.

زه جمهوررئیس نه، بلکې د افغانانو لومړنی خدمتګار یم او باید هماغه اصل او طریقه چې خلفای راشدینو د غوره خدمت لپاره رامنځته کړې وه، بیاځلي را ژوندۍ کړو.

زموږ لومړنۍ غوښتنه دا ده، چې دیني علما او دولت په یوه واحد کتار کې ودرېږي، زه په دې ویاړم چې علمای کرامو د یوې اعلامیې په خپرولو، د هېواد اوسنی وضعیت په روښانه ډول شنلی دی.

له سیاسي قشر څخه زما غوښتنه دا ده، چې په دې حساسو شرایطو کې ملت متحد وساتي، څو خدای نخواسته د شک او اختلاف له لارې په ټولنه کې کوم داسې کار ونه کړي، چې ګټه یې دښمن ته ورسېږي.